Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازبکستان وارداتي برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته راوګرځېد

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۰): برېښنا شرکت وایي، ‏‎ازبکستان د تخنیکي ستونزې له امله ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې وه، خو نن دغه ستونزه لرې شوه او افغانستان د برېښنا رالېږد عادي حالت ته وګرځېد.

تېره ورځ د برېښنا شرکت ويلي وو چې ‏‎ازبکستان له دغه شرکت سره له همغږۍ پرته افغانستان ته ٦٠ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې، خو تمه ده چې دغه ستونزه په څو ورځو کې حل شي.

ياد شرکت د وارداتي برېښنا د کموالي لامل د ازبکستان د تیلي مرجان په سټېشن کې تخنیکي ستونزه ښودلې وه او ويلي وو چې دغه ستونزه به د دوو یا درېیو ورځو په ترڅ کې حل شي.

د برېښنا شرکت نن خبرپاڼه خپره کړې، ويلي یې دي: «د ازبکستان د تیلي مرجان برېښنا په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزې په لرې کېدو سره نن سهار د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا عادي حالت ته را وګرځېده.»

سرچينه زياتوي، له دې وروسته لنډمهاله پرچاوۍ به د برېښنا کموالي او د مزو د «اضافه بارۍ» له امله وي.

افغانستان دا مهال د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران له وارداتي برېښنا ګټه پورته کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.