Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پاکستان په پنجاب ایالت سیمه کې د افغان کډوالو د کورنیو د لېږدونکي ټېلر موټر د چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د روسیې استراخان فورم غونډه کې ویلي چې افغانستان خپل جغرافیوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال – جنوب هېوادونو ترمنځ د اتصالي کوریډور رول ولوبوي او دغه راز د غونډې له ګډونوالو یې په افغان ټرانس پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ریيسالوزرا د لارښوونې پر بنسټ د ننګرهار ولایت په لعلپوري ولسوالۍ کې د تورخم له لارې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پیل شوې.
د غازي امانالله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د ۹۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه او تاکویوشي کورمایا یې ځایناستی شو.
د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزلهځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.
د مالیې وزارت وایي، د ریاستالوزارء د حکم پر بنسټ له هېواده د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع شوی دی.
د راپورونو له مخې، ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته درېیو هېوادونو ته د سفر اجازه ورنه کړل شوه خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د امر بالمعروف نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په فشار نه بلکې په احسنه طریقه باید د منکراتو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، ا.ا د ټاپي پروژې د کار د پيل کېدو غوښتونکی دی او دغه برخه کې له هیڅ ډول همکارۍ ډډه نه کوي.
د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، د دې رسنۍ یو فوټو خبریال محمدحسین ولایتي په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو ژغورنې صندوق سروې ښیي چې سروې کې د شاملو ماشومانو ۳۸ سلنه په تېرو دوو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او کار کولو ته اړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP