کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان پنجاب ایالت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي یوه ټېلر موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه تېره ورځ د پنجاب په اټک کې د «ګرانډ ټرک» سیمې ته نږدې سيمه کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دغه ټېلر د افغان کډوالو پنځه کورنۍ چې افغانستان ته راتلې لېږدولې چې د ټایر چاودېدو له امله موټر چپه شوی دی.

په راپور کې زیاته شوې چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، پرېکړه يې کړې چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې لږ تر لږه ۱،۴ میلیونه کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري، له دغه هېواده وباسي د راپورونو له مخې، اوس مهال هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېږي.