. . .
د ورزش او اولمپیک ملي کمېټې ریاست له خوا په کابل کې د کوچني اختر په مناسبت د نېزه بازۍ، اس ځغلونې او نورې لوبې ترسره شوې.
  . . .
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه مشهد ته خپل منظم پروازونه بېرته پیل کړل، ټاکل شوې په دې مسیر کې هره اونۍ درې ځله الوتنې ولري.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د پنجشنبې ورځ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریالیتوب ورځ او په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
د افغانستان کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته سپارښتنه وکړه چې (PUBG) ګېم او «ټیک ټاک» اپلیکېشن بند کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، یو تن نن ماسپښین د لمانځه پر مهال د کابل ښار پلخشتي جومات ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې شپږ تنه ټپیان شوي دي.
پولیس وایي، کابل کې د شهزاده سرای د تېرې ورځې د لاسي بم د برید په تړاو یې دوه مشکوک کسان نیولي او د برید اصلی طراح یې هم پېژندلی او د نیولو هڅې یې کوي.