Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، احمد زمرک په مسکو کې د اسلامي امارت د پوځي اتشې په توګه معرفي شوی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له معین سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د شته خنډونو له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د نږدې اړیکو ټینګولو په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د متحده عربي اماراتو ۱.۸ میلیون امریکایي ډالر نغدي مرسته د روژې میاشتې په مناسبت له بېلابېلو هېوادونو راستنو شوو کډوالو ته وېشي.
د کورنیو چارو سرپرست په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې افغانستان او سيمه کې پر روان وضعيت، د همکاريو پر دوام، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست او لوی درستیز د دوحې نړۍوال سمندري دفاعي نندارتون (دیمدیکس) کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړل.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا اته میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د ورور له ۲۵ کلن زندان څخه ژغورل شوې مېرمن نېکبخته د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د یوه هېواد د اقتصاد او سیاست پر پښو درېدو او له نړۍ سره یې د سیال کېدو یوازېنۍ لار د ټولو پر مخ د زدهکړو دروازو خلاصېدل دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه کې په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تائید شوه.
د امریکا له ګوانتانامو زندان زندان څخه خوشې شوي دوه تنه افغانان په عمان کې له اوه کلنۍ نظر بندۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستنېږي.
ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند په توګه ګومارل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن