کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کندهار کې د یوې دیني مدرسې د بګړۍ تړلو مراسمو کې ویلي چې علما دې له دیني حکمته په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هيچا ته دې تیزه او د پېغور ژبه نه کاروي.

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر نن په کندهار کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ مراسمو کې ګډون وکړ.

خبرپاڼه کې راغلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند اسلامي مدارس د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل: «د افغانستان د شل کلن اشغال د پای ته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی دی.»

هغه پر علماوو غږ کړی چې له دیني حکمته په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچا ته دې د پېغور او تیزه ژبه خبرې نه کوي.

د ده په خبره چې اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره پر سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دغه مشارکت د تېرو څلورو کلونو پر مهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.

هغه دغهراز ویلي، افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ او پیاوړي شوي دي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې په سیمهییز او نړۍوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې مناسبه ګټه واخلي.

د هغه په خبره: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هيڅوک باید فرصتونه پر تهدیدونو بدل نه کړي.»

د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نه شي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودرېږي.