Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایمرجنسي روغتونونو له مشرې سره په ليدنه کې د شته روغتیایي خدماتو د پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو برابرولو او ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په اړه ویلي، څوک چې د چارو راتلونکې واګي په لاس کې اخلي، هغه دې د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست اختیار کړي.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون له غړو سره په لیدنه کې ویلي، هڅه دې وشي په ژمي موسم کې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي افغان کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.
د پوهنې وزارت وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي او دیني مدرسو کانکور ازموینې لپاره نوملېکنه پیل شوه او فارغان کولای شي چې د روان کال د مرغومي میاشتې تر پایه نوملېکنه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي په چین کې د کاني همکاریو د پیاوړتیا کنفرانس کې ګډون کړی او له چیني پانګوالو یې غوښتي چې افغانستان ته د کانونو د سروې، اکتشاف او استخراج عصري ماشینونه ولېږدوي.
وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې په لومړي درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شي او له دغه مدرکه پر رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو موده کې په قسطونو ورکړل شي.
په اسلاماباد کې افغان سفیر د سیمهییزو مطالعاتو انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او پاکستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.
د افغانستان بانک وایي، د یونما مشرې د دغه بانک له رئیس سره په لېدنه کې د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ملي لوبډله به د روان کال په ډسمبر میاشت کې د زېمبابوې په کوربتوب د نړۍوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د یوه هندي شرکت مسؤلینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت یو پلاوی د چین په رسمي بلنه د کان کیندنې همکارۍ د ترویج کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ولاړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP