د نوي طرزالعمل له مخې، انجیوګانې او شرکتونه نه شي کولای دولتي مسلکي کارکوونکي د اړوندې ادارې له موافقې پرته استخدام کړي او که کوم کارکوونکی د خپلې ادارې له موافقې پرته دنده پرېږدي او یا هم د غیرحاضري او جرم پر بنسټ منفک شي، تر دوو کلونو نه شي کولی په غیردولتي موسسو کې دنده واخلي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون وایي، د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي.