ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیا وزارت: تېره اونۍ د ګازي بخارۍ له امله د ۱۲۰ مسموم شوو کسانو له ډلې ۶ یې مړه شوي

روغتیا وزارت: تېره اونۍ د ګازي بخارۍ له امله د ۱۲۰ مسموم شوو کسانو له ډلې ۶ یې مړه شوي

author avatar
22 Jan 2023 - 10:44
روغتیا وزارت: تېره اونۍ د ګازي بخارۍ له امله د ۱۲۰ مسموم شوو کسانو له ډلې ۶ یې مړه شوي
author avatar
22 Jan 2023 - 10:44

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، تېره اونۍ د هېواد روغتیایي مرکزونو ته د ګازي بخارۍ له امله ۱۲۰ مسموم شوي کسان وروړل شوي او له دې ډلې ۶ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغو څرګندونو ترڅنګ، له کورنیو غوښتي چې په دغه برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد مرکزي، ځیني شمالي او شمال‌لویدیځ ولایتونه د سړې هوا تر سختې څپې لاندې دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د پژواک د خپرو شوو راپورونو له مخې، ولایتي مسوولینو ویلي چې تر اوسه ۸۸ کسان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

همداراز د دغې سړې هوا له امله تراوسه شاوخوا ۷۰ زره څاروي هم تلف شوي دي.

 

Visits: 80

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.