کابل (پژواک، ۱۹مرغومی ۱۴۰۱): شنونکي وایي، له افغانستان سره بشري مرستې باید ونه ځنډول شي؛ ځکه دا چاره افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي
د پوهنې وزارت وایي، د هغو سیمهییزو ټولګیو ښوونکې د حجاب په مراعاتولو سره دندې ته دوام ورکولی شي چې جواز لري او د نجونو هغه دیني مدرسې او لومړني ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي چې د سیمهییزو چارواکو له لوري تړل شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا مشر، ښځو ته د کار اجازې ورکولو غوښتنه کوي وایي، په راتلونکي کې ۷۰۰ زره افغانانو ته مرستې رسوي؛ افغان چارواکي بیا وایي چې د دې ستونزې د حل په لټه کې دي، خو مرستې باید مشروطې او سیاسي نه وي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه «مهم غړي» په ګډون د دغې ډلې درې کسان وژل شوي دي.
کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند وایي، په کابل او نیمروز کې د داعش درې پټنځایونه له منځه وړل شوي او اته
کابینې په ټولو دولتي ادارو کې د امکان تر بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ګټې اخیستنې پرېکړه کړې او یو پلاوی یې ټاکلی چې د سالنګ تونل له لارې دي د تګ راتګ ستونزو حل ته طرحه جوړه کړي.
د ځينو موسسو استازو ویلي، په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د دندو ځنډولو پرېکړې د دوی چارې له ستونزو سره مخ کړې او پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ورته ویلي چې د رامنځته شوو ستونزو په هواري کې به همکاري وکړي.
د اسلامي امارت ویاند وایي، په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کوي او باید له بېاساسه خبرو او پاروونکو نظریاتو ډډه وکړي؛ ځکه داسې خبرې او بېباورۍ د هېڅ اړخ په ګټه نه دي.
کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د یوه چینایي شرکت مشر په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې
د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا قرارداد یو کال نور هم غځولی دی.
د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مسوولیتونه- چې له ۱۱ کلونو راهیسې د یوې ازبکستانۍ کمپنۍ له لوري ترسره کېدل- له ازبکستاني چارواکو سره د یوې هوکړې له مخې افغان لوري ته وسپارل شول.
د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.