منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۸ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه

یوه چینايي شرکت افغانستان کې د اوبو بندونو او برېښنا برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د یوه چینایي شرکت مشر په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په تاشکند کې د چین هېواد د «CRBC» شرکت له رئيس او یو شمېر تخنیکي مسؤولینو سره کتلي دي.

سرچينې لیکلي، د یاد شرکت مسؤولینو په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یادو پانګه‌والو له لېوالتیا څخه خوښي وښوده او دوی ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې د پانګونې په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت له اداري او تخنیکي مسؤولینو سره له نږدې خبرې وکړي.

هغه ویلي: «مونږ دې ته تیار یو چې د پانګونې لپاره زمینه درته مساعده کړو.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادو پانګه‌والو هم ومنله چې افغانستان ته راشي او د اوبو بندونو جوړولو او د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونه وکړي.