ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: د داعش هغه شبکه له منځه یووړل شوه چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود

مجاهد: د داعش هغه شبکه له منځه یووړل شوه چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود

author avatar
5 Jan 2023 - 09:54
مجاهد: د داعش هغه شبکه له منځه یووړل شوه چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود
author avatar
5 Jan 2023 - 09:54

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت ویاند وایي، په کابل او نیمروز کې د داعش درې پټنځایونه له منځه وړل شوي او اته هغه داعشيان وژل شوي او اووه نور ژوندي نیول شوي چې د کابل په وروستیو بریدونو کې یې لاس درلود.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، تېره ورځ په کابل او نيمروز ولايتونو کې د داعشیانو پر يوې «مهمه او خطرناکه شبکه» - چې په کابل ښار کې یی په لانګان هوټل (چې چینايي وګړي په کې اوسېدل)، هوايي میدان او د پاکستان پر سفارت او ځینو نورو اهدافو بريدونه تنظيم کړي او سرته رسولي وو- عملیات تر سره شول.

ده لیکلي چې دغو کسانو پر ځینو نورو مهمو اهدافو هم د بريد پلان درلود.

مجاهد زیاتوي: «افغانستان ته يې له خارج څخه بهرني داعشيان هم را انتقالول، پراخ او هماهنګ عملیات وشول، چې په ترڅ کې یې د کابل ښار اتمې حوزې اړوند شهدای صالحین او قلاچه سیمو او د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې درې پټنځایونه په نښه شول.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.