د اسلامي امارت مشر د امر بالمعروف وزارت د ۳۴ ولایتونو له ريیسانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امر بالمعروف د اسلامي نظام له مهمو موخو دی چې د نظام د استحاکم او پایښت لامل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په سیاسي، علمي او اقتصادي ډګر کې او دغه راز له نفس او فقر سره پر جهاد ټینګار کوي، وایي، حاکمان باید له خلکو سره په اړیکه کې ږ اوسي څو یې له ستونزو خبر شي.