ژبه

د اسلامي امارت مشر د ولایتونو امر بالمعروف له رییسانو سره کتلي

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر د امر بالمعروف وزارت د ۳۴ ولایتونو له ريیسانو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امر بالمعروف د اسلامي نظام له مهمو موخو دی چې د نظام د استحاکم او پایښت لامل کېږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‎الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبة‌الله اخندزاده د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت اړوند د ۳۴ ولایتونو له ولایتي ريیسانو سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي: «امیرالمؤمنین ولایتي ريیسانو ته په خطاب کې وویل چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر د اسلامي نظام له مهمو موخو او اهدافو دی چې د نظام د استحکام او پایښت سبب کېږي او ترسره کول یې د مسلمانانو ایماني وجیبه ده.»

هغه دغه راز یادو رییسانو ته ویلي چې د خپلو دندو په اجرا کې تکليفونه وزغمي؛ ځکه چې دا د رسول‌الله (ص) سنت دی.

مجاهد لیکلي، وروسته د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ولایتي ريیسانو هم د اړوند موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې د اسلامي امارت د مشر له لوري ورسره د ستونزو د حل او په دې برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.