ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هدایت: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د یوه منظم چوکاټ پر جوړولو کار کوو

هدایت: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د یوه منظم چوکاټ پر جوړولو کار کوو

author avatar
6 Dec 2022 - 16:24
هدایت: اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره د یوه منظم چوکاټ پر جوړولو کار کوو
author avatar
6 Dec 2022 - 16:24

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر یوه ریاست بدل شوی، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هم د تایید او یا تعدیل لپاره ریاست‌الوزرا ته استول شوی او د دغه ریاست مشر وایي، هڅې کوي چې خلک د یوه منظم چوکاټ له لارې اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په ۱۳۹۷ کال کې د خپلواک کمېسیون په توګه کار پیل کړ.

پژواک خبري اژانس په دې اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له مشر هدایت‌الله هدایت سره ځانګړې مرکه کړې چې دلته یې راوړو:

د مرکې بشپړ متن:

پژواک: پیل که له دې وکړو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په جوړښت کې څه بدلون راغلی دی؟

هدایت: کمېسیون کې د پخوا په پرتله بدلون راغلی، پخوا دغه کمېسیون مستقل و، اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت تر چتر لاندې کار کوي او پر یوه ریاست بدل شوی دی.

پژواک: وروسته له هغه چې یاد کمېسیون پر ریاست بدل شوی، په واکونو او دندو کې یې څه بدلونونه راغلي دي؟

هدایت: بدلون دا راغلی چې تشکیل یې کم شوی، پخوا شاوخوا ۷۰ کسانو په دغه کمېسیون کې کار کاوه، اوس ۱۸ کسان کار کوي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ریاست‌الوزرا ته تللی، د تغییر او تبدیل یا د هغه د تایید لپاره په دې باندې کار روان دی؛ دغه بدلونونه راغلي دي.

پژواک: یعنې اطلاعاتو ته د لاسرسي پخوانی قانون اوس نافذ نه دی؟ تاسو په جریان کې یاست کوم تعدیلات به په کې راشي؟

هدایت: نه [نافذ نه دی]؛ د تعدیل لپاره تللی، خو دا چې کوم تعدیلات په کې راځي یا هماغه تایید کېږي، دا نه ده معلومه؛ د نورو قوانینو په شان کار پرې روان دی، خو البته که دغه کمېسیون په ریاست پاتې کېږي، حتما به لوی تغییرات په کې راځي.

پژواک: اطلاعاتو ته د رسنیو، مدني فعالانو او په ټوله کې خلکو ته د لاسرسي په اړه مو نظر څه دی؟

هدایت: اطلاعاتو ته لاسرسی یا ولس ته معلومات ورکول د دولت په چوکاټ کې، دا د ولس مسلم حق دی چې باید ورکړل شي؛ د یوه منظم چوکاټ یا د منظمې ادارې له لارې باید هغه چا ته چې پوښتنې لري او معلومات غواړي اطلاعات ورکړل شي.

پژواک: تاسو وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ نه دی، نو بیا اوس اطلاعاتو د لاسرسي او رسنیو ته د  اطلاعاتو ورکولو چارې څه ډول پر مخ ځي؟

هدایت: اطلاعات ورکول کېږي، خو په اطلاعاتو ورکولو کې لکه پخوا چې د یوه منظم چوکاټ له مخې ورکول کېده، له فتحې را وروسته هغه چوکاټ بدل شوی او په هغه ډول نه دی، خو د دغه چوکاټ د بېرته جوړولو لپاره کار کوو.

پژواک: پخوا په دولتي اداراو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي یو ځانګړی فورم شتون درلود، اوس هم شته او که نه؟  که نه وي رسنۍ او خلک اوس څه ډول کولی شي چې اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، دغه بهیر که تشریح کړئ؟

هدایت: د هغه بهیر لپاره تر اوسه زموږ کار نوی دی، د دولتي کارکوونکو یا هم د هغو کسانو چې تر ولسه معلومات رسوي، پر ذهنیت جوړولو کار کوو، له هغوی سره مو ملاقاتونه روان دي، کله چې ذهن‌سازي وشوه او دولتي ادارې دې ته آماده شوې چې د یوه منظم چوکاټ له مخې ولس ته معلومات ورکړي نو هغه پخوانی چوکاټ چې کوم جوړ شوی و په هغه باندې کومه رد او کومه نیوکه نشته ده چې تغییر دې شي، هغه چوکاټ ښه چوکاټ دی، د هغه له مخې به خلکو ته معلومات ورکوو.

پژواک: ایا دولتي ادارې مکلفې ګڼئ چې رسنیو او خلکو ته معلومات ورکړي؟

هدایت: مکلفې دي، سل په سلو کې چې ولس ته معلومات ورکړي، اوس چې د امارت کوم کارونه روان دي، که له پخواني دولت سره یې پرتله کړو نو ډېر لوی کارونه روان دي، دا د ولس حق دی چې له دغو کارونو څارنه وکړي او خپل معلومات ترلاسه کړي.

پژواک: پخوا په دولتي ادارو کې د ویاندویانو ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یوه غړي هم شتون درلود او هلته د دغې برخې مسوولیتونه ورسپارل شوي وو، د داسې یوه میکانیزم بېرته فعالولو لپاره څه په پام کې شته؟

هدایت: اړینه ده، په یوه اداره کې که چېرې موږ مستقیم یو کس ونه لرو او ورسره په اړېکه کې ونه اوسو، نو زموږ کارونه پر مخ نه ځي،  اوس هم چې موږ له دولتي ادارو څخه لېدنه کوو او ناستې ورسره کوو، زموږ یوه غوښتنه دا ده په کومو ادارو کې چې دغه برخې فعالې دي فعالې دې وساتلې شي او کومو ادارو کې چې غیرفعالې دي فعالې دې شي.

پژواک: پخوا یوه ویب‌پاڼه هم وه چې رسنیو او خلکو به یې له لارې اطلاعات ترلاسه کول، تاسو د دغې ویبپاڼې د بیا فعالولو لپاره کوم پلان لرئ؟

هدایت: د هغې ویبپاڼې جوړښت موجود دی او په هغې کې دغه سوالونه په منظمه توګه یو چا ته راجع کېدل، تر څو چې دغه چوکاټ نه وي جوړ، د هغه سایټ فعالول به بې‌ځایه وي؛ د سایټ هر څه تکمیل دي، فقط انلاین کړی مو نه دی او کله چې دلته ذهنیت‌سازي وشوه هغه سایټ به فعال شي.

پژواک: په هغه ویبپاڼه کې د شکایتونو د ثبت لپاره هم یوه ځانګړې برخه وه، نو اوس چې فعاله نه ده، یو شخص یا یوه رسنۍ څنګه کولی شي خپل شکایت ثبت کړي.؟

هدایت: تر اوسه خو د دغه ریاست کارونو شتون نه درلود، اوس خو ریاست معلوم دی، دا دی تاسو سره عملا لګیا یو بحث کوو، موږ هڅه کوو له رسنیو سره د همغږۍ لپاره وټس‌اپ ګروپونه جوړ کړو او سره یوځای یې کړو، دولتي ادارو ته ورشو او ورسره خبرې وکړو، کومه لاره چې مناسبه وه موږ پر هغې کار کوو تر څو خلک اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

پژواک: اوس هم شکایتونه شته چې خبریالانو او خلکو ته پر وخت اطلاعات نه ورکول کېږي، ایا تاسو له دولتي ادارو څخه څار کوي؟

هدایت: هو موږ د څار لپاره ترتیب لرو، موږ په نږدې ورځو کې د ټولو ادارو له ویاندویانو او مسوولینو سره ناسته لرو، کله چې دغه ناسته وشوه یو ترتیب به ورته جوړ کړو.

پژواک، په دغې ناسته کې پر څه خبرې کوئ؟

هدایت: له ویاندویانو او مسوولینو غواړو او په دې ټینګار کوو، هغه معلومات چې د خلکو حق دی باید پر وخت ورته وکړل شي.

پژواک: پخوا له دغه کمېسیون څخه ځینو کورنیو او نړۍوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هم ملاتړ کاوه، اوس هم ملاتړ ته اړتیا لېدل کېږي او په کومو برخو کې دغه اړتیا وینئ؟

هدایت: اړتیا به حتمي وي، خو تر اوسه موږ له چا سره نه یو په اړېکه کې شوې، راتلونکي کې کېدای شي.

پژواک: کله چې خلکو ته اطلاعات ورنه کړل شي، اطلاعاتو ته د لاسرسي تشه رامنځته کېږي او جعلي خبرونه هم خپرېږي؛ په تېر یوه کال کې د جعلي خبرونو خپرېدل کم شوي که زیات شوي دي؟

هدایت: طبیعي خبره ده، کله چې حقیقت پټ شي تر ولسه ونه رسېږي، جعلي خبرونه او افواهات به خپرېږي او په دې برخه کې به له ویاندویانو زموږ غوښتنه دا وي چې فعالیت روان دی، کارونه تر سره کېږي او هر هغه څه چې دي، دا د ولس حق دی او تر ولسه یې ورسوي.

پژواک: څه فکر کوئ کېدای شي چې راتلونکې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست واکونه زیات او بېرته پر کمېسیون بدل شي؟

هدایت: دا به کار ته په کتلو سره کېږي، تر اوسه زموږ فعالیت نوی دی، په راتلونکې کې به دا معلومېږي چې موږ څومره تشکیل ته اړتیا لرو، امارت موږ ته څومره تشکیل راکولی شي او په دغه تشکیل موږ څومره کار کولی شو.

Visits: 330

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.