ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزارت: له پاکستانه د نږدې ۲۰۰ میلیون کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پیل شوې

عامې روغتیا وزارت: له پاکستانه د نږدې ۲۰۰ میلیون کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پیل شوې

author avatar
3 Dec 2022 - 10:42
عامې روغتیا وزارت: له پاکستانه د نږدې ۲۰۰ میلیون کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پیل شوې
author avatar
3 Dec 2022 - 10:42

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له پاکستانه افغانستان ته د نږدې ۲۰۰ ميليون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پېل شوې او تېره ورځ یې لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې د پاکستان له لوري د افغانستان درېیو ځانګړو روغتونونو ته د نږدې ۲۰۰ ميليون پاکستانۍ کلدارو په ارزښت د درملو رالېږلو لړۍ پیل شوې او تېره ورځ یې لومړۍ جوپه کابل ته را رسېدلې ده.

سرچینې لیکلي، ياد درمل به د کابل علي جناح، د ننګرهار د پښتورګو درملنې ملي او د لوګر نايب امین‌الله خان روغتونونو ته په ترتيب سره پر وخت ولېږدول شي.

د يادونې ده، یاد درې روغتونونه د پاکستان له لوري جوړ شوي دي.

Views: 327

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.