په افغانستان کې د پاکستان د سفیر منصوراحمد خان کاري ماموریت پای ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسوول مارټن ګرفټس وایي، یوازې بشردوستانه مرستې د افغانستان کړکېچ نهشي حل کولای، بايد ترڅنګ يې نورو برخو ته هم پاملرنه وشي.
د فرانسې دولتي ټلویزون راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۳ چارواکو پر سفرونو د بندیز پر سر لا هم اختلاف لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون نن رسما کار پيلوي.
د افغانستان بانک وایي، خلکو ته د اسانتیا په موخه یې خپله یوه څانګه په کابل کې د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې پرانیستې، څو د پاسپورټ ټولې چارې په یوه ودانۍ کې ترسره شي.
برېښنا شرکت وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا دې ۱۲ساعته شي چې پژواک په دغو پارکونو کې د برېښنا د ۴۷ سلنې کمېدو او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه راپور خپور کړ.
د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، خیریه او بشرپاله بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې له سېلابځپلو سره اړینې مرستې وکړي.
د کرنې وزارت لپاره سرپرست وزیر، د کډوالو وزارت ته مرستیال وزیر، د پکتیا او اروزګان والیان، د پنجشېر او فراه امنیه قوماندانان، د پنجشېر او اندرابونو لپاره نظامي مسئوول او د دوو لواګانو لپاره قوماندانان وټاکل شول.
کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د هندوستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د شمالي کوتل دروازه کې یوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي او د ترکیې د کډوالو ادارې، افغان کډوالو ته د ترکيې له خوا اسانتیاوو برابرولو، د کډوالۍ برخه کې د همکارۍ هوکړهلیک نهايي کولو او د دغه هوکړهلیک نهايي کولو لپاره تخنیکي ټیم ګومارلو پر چارو هوکړه کړې ده.