شنونکي د افغانستان د سرپرست حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو او ننګونو او پر وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې کړنو ته په پام بېلابېل نظرونه لري او ټینګار کوي چې حکومت باید د وضعیت ښه کېدو لپاره د خلکو د ملاتړ راجلبولو ترڅنګ له نړۍ سره د تعامل لپاره لازم اقدامات وکړي.