کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې لوبغاړي شاهمحمود نورزي د اسلامي هېوادونو یووالي په سیالیو کې د نیمه پایلوبې پړاو
د مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، اوبو او برېښنا او ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو لپاره مرستیالان او د پنځو ادارو لپاره رئیسان وټاکل شول.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس له قطر څخه فعالیت کوي، په کابل کې د عاشورا مراسمو پر مهال شوي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، افغانان باید وکولای شي چې په سوله کې عبادت وکړي.
د افغانستان شطرنج ملي لوبډلې د شطرنج نړۍوالو لوبو کې د قبرس لوبډلې ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې نن د یوګاندا له لوبډلې سره لوبې وکړي.
د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند په «سرکارېز» سیمه کې د تېرې ورځې چاودنه – چې پکې ۲۶ کسانو ته مرګژوبله واوښته – د هېواد دننه او بهر وغندل شوه.
. . .
کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د سرکارېز سیمه کې چاودنې دوه عام وګړي ووژل
د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د امریکا له خوا د ایمنالظواهري د وژل کېدو د اعلان په اړه وایي، د ایمنالظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري او په اړه به یې کشفي او استخباراتي ارګانونونه څېړنه وکړي.
د افغان حاجیانو د بېرته راستونې لړۍ، نن د کابل هوایي ډګر ته د هغوی د وروستۍ ډلې په رارسېدو سره بشپړه شوه.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله – چې درې لوبغاړي او يو روزونکى په کې شامل دي – تېره ورځ ناوخته د اسلامي هېوادونو ورزشي سیالیو کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړه.
کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په دې اړه د نړۍ یو شمېر هېوادونو، سیاستوالو او افغان شخصیتونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.