ژبه

کابل ښار کې چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د سرکارېز سیمه کې چاودنې دوه عام وګړي ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.

دغه چاودنه نن غرمه مهال شوې ده.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د سرکارېز سیمې په یو کوڅه کې - چې عام خلک پرې تګ او راتګ کوي - په يوه کراچۍ کې ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکيو چاودنه وکړه.

هغه وايي:" د لومړنیو معلوماتو له مخې زموږ دوه هېوادوال شهیدان شوي، همداشان درې نور ټپیان شوي دي."

ده وويل چې امنيتي ځواکونو د عاملينو د نيولو هڅې پيل کړي دي.

د چاودنې ځای ته د څېرمه سيمې اوسېدونکی نورالله وايي، چې مازيګر مهال يې د چاودنې غږ واورېد او تر چاودنې وروسته يې د ډزو غږونه هم واورېدل، خو له څو دقيقو وروسته ډزې ودرېدې.

هغه وايي چې په دې اړه نور معلومات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنيه قوماندانۍ د روانې زمري مياشتې په ۱۱مه غرمه مهال وویل چې د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په «کارتې سخي ټاور» کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات لرل، خو له یوه کور نه پرې ډزې وشوې او امنيتي ځواکونو دغه کور کلابند کړ.

چارواکيو د همدې ورځ په ماښام وويل، ياده سيمه کې پر يوه کور عمليات د څلورو وسله والو په وژلو پای ته ورسېدل او په عملياتو کې د يوې ښځې په ګډون دوو پوليسو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپيان شول.

ورته موضوع