Language

د ځغاستې ملي لوبډلې لوبغاړی د اسلامي هېوادونو یووالي سیالیو نیمه پای‌لوبې ته ووت

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې لوبغاړي شاه‌محمود نورزي د اسلامي هېوادونو یووالي په سیالیو کې د نیمه پای‌لوبې پړاو ته لاره ومونده.

د ورزش او بدني روزنې عمومي ریاست په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې لوبغاړي شاه‌محمود نورزی د اسلامي هېوادونو یووالي په سیالیو کې د اتو هېوادونو په منځ کې څلورم ځای خپل کړ چې د دغو سیالیو نیمه پای‌لوبې مرحلې ته یې لار ومونده.

سرچینې لیکلي، نورزي تر دې وړاندې دغه فاصله په ۱۰ ثانیو او د یوې ثانیې ۷۲ برخه کې وهلې وه چې په دې لوبه کې یې وکړای شو خپل ریکاډ پیاوړی کړي او د ۱۰۰ مترو واټن یې په ۱۰ ثانیو او د یوې ثانیې په ۴۹ برخه کې پوره کړ.

یاد ریاست ویلي، د دغو سیالیو نیمه پای‌لوبې پړاو به نن (د زمري ۱۸مه) د افغانستان په وخت د مازیګر په ۵ بجو ترسره شي.

login or register a new account.

Related Topics