منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۱۵ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلیلزاد: د دوحې تړون افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۴۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): زلمی خلیلزاد په داسې حال کې وايي چې د دوحې تړون په افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لامل شوی چې مخکني ولسمشر محمداشرف غني پر خلیلزاد کلکې نیوکې کړې او یاد تړون یې یو «ناورین» بللی دی.

د دوحې تړون د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه، د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر ترمنځ - چې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال په توګه کار کوي - د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل. په یاد تړون کې راغلي چې د افغانستان له خاورې دې د امریکا او د هغې د متحدانو پر وړاندې له ګواښ څخه مخنیوی او بین­الافغاني خبرې دې پیل شي.

د افغانستان د تېر حکومت د پلاوي او طالبانو ترمنځ مذاکرات په دوحه کې پیل شول، خو بې­پایلې وو او بالاخره د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه مخکینی حکومت وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.

مخکني ولسمشر اشرف غني تېره اونۍ د دوحې د سولې تړون او بهیر په اړه ویلي و: «د سولې مذاکرات په داسې توګه مدېریت شول چې د سولې د نړۍ­والو تړونونو تجربې ته په کتو یوه فاجعه ده.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست