ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سرپرست حکومت د یوکلنو لاسته‌راوړنو او ننګونو په اړه د شنونکو نظر

د افغانستان سرپرست حکومت د یوکلنو لاسته‌راوړنو او ننګونو په اړه د شنونکو نظر

author avatar
15 Aug 2022 - 15:46
د افغانستان سرپرست حکومت د یوکلنو لاسته‌راوړنو او ننګونو په اړه د شنونکو نظر
author avatar
15 Aug 2022 - 15:46

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): شنونکي د افغانستان د سرپرست حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو او ننګونو او پر وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې کړنو ته په پام‎ بېلابېل نظرونه لري او ټینګار کوي چې حکومت باید د وضعیت ښه کېدو ‎لپاره د خلکو د ملاتړ راجلبولو ترڅنګ له نړۍ سره د تعامل لپاره لازم اقدامات وکړي.

تېر کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان سیاسي نظام بدل شو او اسلامي امارت د اسلامي جمهوریت ځای ونیو او اوس د افغانستان د سرپرست حکومت له جوړېدو یو کال تېرېږي.

ځینو کارپوهانو د اوسني حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو، ستونزنو او پر وړاندې یې د حکومت د کړنو، د نړۍوالو مرستو کمېدو او له امله یې د رامنځته شوو ستونزو، د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو د اغېز او یو شمېر نورو مسایلو په اړه د حکومت د پر رسمیت نه پېژندلو، له نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو او په کابل کې د ایمن الظواهري د وژلو د خبر د پایلو په اړه له پژواک خبري اژانس سره خبرې کړې او د شته ستونزو د حل لپاره یې د حل‌لارې چارې هم وړاندیز کړې دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د تېر یوه کال لاسته راوړنې

د سياسي چارو کارپوه قاضي محمدحسن حقيار وايي، د هېواد ازادي او خپلواکي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل، د سراسري امنيت او ملي حاکميت ټینګښت، د قوم، سمت پالنې او زورواکۍ پای ته رسېدل او … د هېواد د اوسني حکومت له یو کلنو  لاسته‌راوړنو دي.

د سیاسي چارو بل شنونکي طارق فرهادي په هېواد کې د «نسبي امنیت» ټینګښت د نوي حکومت له لاسته‌راوړنو بولي.

خو په داسې حال کې چې هغه ادعا کوي «طالبان پخپله د جګړې لامل وو» او زياتوي: «دا چې جګړه پای ته رسېدلې، نن ورځ امنيت راغلى دى، مخکې په افغانستان کې هره ورځ له ۱۰۰ تر ٣٠٠ پورې کسان وژل کېدل، خو اوس داسې نه ده، له هغه وروسته چې نوی حکومت راغلی، د مخکني حکومت د همکارانو هدفي وژنې نشته، خو په حقیقت کې اوس ډېر کسان نه وژل کېږي.»

په داسې حال کې چې د اوسني حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د جګړو لامل امریکايي او ناټو ځواکونه وو، عمومي عفوه اعلان شوې او د مخکني حکومت ټول ملکي او نظامي کسان په عفوه کې شامل دي.

ستونزې او پر وړاندې یې د حکومت کړنې

طارق فرهادي د اوسني حکومت ننګونو ته په اشاره وايي، پر دې سربېره چې «طالبان» یو زعیم لري، خو ترمنځ یې همغږي نه لیدل کېږي.

هغه په ​​دې اړه زیاتوي: «په افغانستان کې د قدرت څو ابعاد دي، دلته د یو بل خبرې ته غوږ نه نیسي چې یو ملا برادر دی، یو حقانی دی، یو متقي او بل ملا یعقوب دی او له دې پرته چې یو د بل ضد واقع شي، هر سړی په خپله لار روان دی.»

خو قاضي حقیار بیا د نړۍوالې ټولنې له لوري د اوسني حکومت پر رسمیت نه پېژندل، اقتصادي ستونزې، له هېواده د ځوانانو وتل او بېکاري، د افغانستان د سرپرست حکومت له ننګونو بولي.

هغه وایي، د هېواد په داخل کې هم کوم مثبت او حرکت نه لیدل کېږي څو نړۍواله ټولنه د افغانستان د اوسني حکومت پر رسمیت پېژندلو ته وهڅول شي.

نوموړي دغه راز وویل چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو تړلي پاتې کېدل، د ډېری مېرمنو پر مخ د دفترونو د دروازو تړل، د بیان ازادي ته د ژمنتیا نشتوالی او د نړۍوالې ټولنې له لوري تر یوه بریده د بشري حقونو پر تر پښو لاندې کولو د اسلامي امارت تورنېدل، له هغو مواردو دي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې کېږي او اوسني حکومت ته ننګونې دي.

افغانستان کې ښوونیز کال د روان کال په لومړیو (وري میاشت) کې پیل شو، خو د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو پیل وځنډول شو؛ د هېواد د سرپرست حکومت چارواکو ویلي وو چې په دې اړه پر یوه طرحه کار کوي چې په بشپړېدو سره به یې د نجونو ښوونځي پیل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د نړۍوالو مرستو کمېدل او له امله یې رامنځته شوې ستونزې

فرهادي په دې اړه وايي، پر بانکي سکټور بندیزونه او د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د نړۍوالو مرستو کمېدل په افغانستان کې د اقتصادي ناورین لامل شوي دي.

هغه زیاتوي: «مخکې به نړۍ په افغانستان کې هر کال ۸ میلیارد ډالر لګول چې له دې پیسو به د معاشونو او نظامي برخو کې ګټه اخیستل کېده او دا ټولې پیسې به اقتصاد ته داخلېدې، خو کله چې حکومت بدل شو، دا ټول لګښتونه پای ته ورسېدل، اوس ښايي نړۍواله ټولنه د يوناما له لارې په افغانستان کې هر کال يونيم يا ۱،۸ ميليارده ډالر ولګوي چې ډېره برخه يې په بهر کې لګول کېږي او په حقيقت کې په افغانستان کې د نغدو پيسو ټولې سرچينې وچې شوې دي.»

هغه وايي، پر افغانستان د بانکي بندیزونو لګول د دې لامل شوي چې بهرني بانکونه د افغانستان له مرکزي بانک سره راکړه ورکړه ونه لري چې په نتیجه کې یې خصوصي سکټور ته هم لوی اقتصادي زیان رسېدلی دی.

نوموړی زیاتوي: «امریکایانو پر بانکي بندیزونو سربېره یو شمېر خصوصي سکټورونو ته اجازه ورکړې، خو د نړۍ لوی بانکونه لېوال نه دي چې له افغانستان معامله ولري او په حقیقت کې خصوصي سکټور هم نه دی توانېدلی چې خپلې راکړې ورکړې په سمه توګه ترسره کړي، په افغانستان کې ډالر هم کم شوي او د [القاعده د مشر] ایمن الظوري وژل کېدو له خبر وروسته به تاسو وګورئ چې هیڅ بهرنی بانک به له افغانستان سره معامله ونه کړي؛ ځکه دوی وېره لري چې هسې نه پخپله تر یوې لویې جریمې لاندې راشي.»

خو حقيار وايي، اوسني حکومت په اقتصادي برخه کې ښه ګامونه پورته کړي او د تېر حکومت له پرځېدو وروسته له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې مرستې بندې شوې، خو اسلامي امارت وتوانېد چې هم د مخکنیو او اوسنیو کارکوونکو معاشونه ورکړي او هم خپله بودجه له داخلي عوايدو برابره کړي او د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت تر یوې کچې ثابت وساتي.

د تېر حکومت له ړنګېدو یوه ورځ مخکې (تېر کال د زمري ۲۳مه)، یو امریکايي ډالر په بازار کې په ۸۸ افغانۍ تبادله کېده، خو د روان کال په لېندۍ کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په بې­سارې توګه لوړ شو او د یو امریکايي ډالر بیه تر ۱۳۰ افغانیو ډېره لوړه شوه.

حقیار، له افغانستان سره د نړۍ­والې ټولنې د مرستو کموالی د هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز لرونکی بولي او وایي چې د تېر حکومت پر مهال، د حکومت یوازې ۳۰ سلنه بودجه له داخلي عوایدو برابرېده او پاتې نوره یې پر بهرنیو مرستو ولاړه وه، خو اوسنی حکومت توانېدلی چې خپل ټول لګښتونه له داخلي عوایدو پوره کړي.

هغه وویل، نړۍ­واله ټولنه باید له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له سیاسي مسایلو سره یې ونه تړي او د افغانانو ګنګل شوې پیسې هم له ګنګل حالته وباسي؛ ځکه دا پانګه تر ډېره د افغانستان اقتصادي ستونزې هوارولای شي.

د نوموړي په وینا، په هېواد کې بې­کاري او اقتصادي ستونزې شته دي، حکومت هڅه کوي چې دغه موجوده ستونزې حل کړي.

د هېواد امنیتي حالت

فرهادي وايي چې په هېواد کې نسبي امنیت ټینګ شوی، خو د داعش بریدونه لا هم په افغانستان کې روان دي او سرپرست حکومت هم تر اوسه نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوسني حکومت چارواکو ویلي، په افغانستان د داعش شمېر صفر ته نږدې شوی او پاتې نور به یې هم له منځه ولاړ شي.

فرهادي وايي: «طالبان داعش د خوارجو په نوم یادوي او وايي چې دومره مهم نه دي، یوازې یو مزاحمت دی، خو کله چې حکومت څلور زره او څو کسان له خپلو لیکو وایستل، ما هماغه وخت وویل چې د دغو کسانو برخلیک به څرنګه کېږي؟ دا حتمي ده چې یوې بلې جنګي ډلې ته به ورځي، زما معلومات دا دي چې حکومت د پیسو او عایداتي سرچینو د نه شتون له امله ونه توانېد چې د دغو کسانو د برخلیک په اړه یو څه وکړي.»

د امنیتي ځواکونو د لیکو د تصفیې کمېسیون رییس مفتي لطف­الله د ۱۴۰۰ کال د کب په دویمه ویلي وو چې ۴۳۵۰ نامطلوب او ۱۵۰ کم عمره کسان د امنیتي ځواکونو له لیکو ایستل شوي دي.

خو قاضي محمدحسن حقیار د هېواد امنیتي وضعیت په اړه وايي، د اوسني حکومت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی او اوسنی امنیت د مخکنیو ولسمشرانو (محمداشرف غني او حامد کرزی) د حکومتونو د وخت له امنیت سره د پرتلې وړ نه دی.

هغه وویل: «ځیني وختونه د داعش او یا مقاومت جبهې له لوري چریکي بریدونه ترسره کېږي، د دغو بریدونو مخنیوی د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ناشونی کار دی؛ خو په افغانستان کې دغه بریدونه تقریباً له هیڅ سره برابر دي، د غني د حکومت په وروستیو کې هره ورځ نږدې ۳۰۰ حکومتي کسان وژل کېدل، دغه­راز د اسلامي امارت هم. تاسو پوهېږئ چې په هغه وخت کې په ټول افغانستان کې د تابوت پلورونکو کاروبار ښه غوړېدلی و، خو اوس یې کار خراب شوی دی.»

هغه زیاتوي چې تر اوسه د حکومتي او نظامي ادارو پر مرکزونو بریدونه نه دي ترسره شوي او تل د جوماتونو په څېر د عامو خلکو له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه په نښه شوي چې دا کار د هغوی (برید کوونکو) د کمزورۍ په معنای دی او د حکومت له ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

د نړۍ او د افغانستان د سرپرست حکومت ترمنځ تعامل

د فرهادي په وینا، د نړۍ هېوادونو د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل لپاره خپلې غوښتنې لري چې له ډلې یې ټولګډون حکومت، د زده کړو او کار په برخو کې د ښځو د حقونو ورکول او… یادولای شو.

فرهادي د افغانستان د اوسني حکومت او نړۍ­والې ټولنې ترمنځ د شته اړیکو په اړه زیاته کړه: «نور هېوادونه به سروکار ورسره ولري؛ د دې لپاره چې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته کوم سرخوږی جوړ نه شي، خو د حکومت پر رسميت پېژندلو ته لېوالتیا نه لري.»

هغه زیاتوي: «هرکله چې یو شارژدافیر هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کوم بهرني هېواد ته وروغواړي، نو له ټیم سره یوځای ورځي، څو ورسره وویني، دا له پرتوکوله یو لرې کار دی.»

د هغه په وینا، د بهرنیو چارو وزیر باید د یوه شارژدافیر په بلنه د هغه لیدو ته ور نه شي.

د حقیار په باور، اسلامي امارت له نړۍ­والې ټولنې سره نیکې اړیکې او ښه تعامل غواړي، خو دا چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې، نو هغوی (امریکا او ناټو) نه غواړي چې اوسنی حاکمیت دې یو مقتدر حاکمیت و اوسي؛ ځکه دا کار د امریکا او د هغه د متحدینو غرور راټيټوي.

هغه له جزئیاتو ورکولو پرته وايي: «د پردې تر شا د امریکا، چین، روسیې او پاکستان له خوا ځينې غوښتنې هم مطرح کېږي او په دې اړه خبرې روانې دي او دا کار د دې لامل شوی چې تر اوسه اوسنی حکومت پر رسمیت ونه پېژندل شي.»

هغه دغه­راز وویل چې د نوي حکومت په پیل کې د نړۍ د ځینو هېوادونو له لوري شین څراغ وښودل شو او له اوسني حکومت سره یې خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې هم پیل کړې، خو تر شپږم ټولګې پورته د نجونو د ښوونځیو بندېدو، د ډېری مېرمنو پر مخ د دفترونو د دروازو تړل کېدو، د بیان ازادي ته نه ژمنتیا او د بشري حقونو پر نقض د اسلامي امارت تورنېدل، دا ټول هغه موارد دي چې نړۍوالې ټولنې ته یې یوه پلمه په لاس ورکړې څو اوسنی حکومت پر رسمیت ونه پېژني.

د سیاسي استازولیو فعالیت د رسمیت پېژندلو معنا لري؟

د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره، د اسلامي امارت تر چتر لاندې په ځینو هېوادونو کې سیاسي استازولۍ فعالیت لري او دغه­راز په کابل کې هم د ځینو هېوادونو نماینده­ګۍ فعالیت کوي.

حقیار وايي، سره له دې چې اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو له ځینو هېوادونو سره ښه ډیپلوماټيک تګ راتګ لري او دا کار په یو ډول د رسمیت پېژندلو په معنا دی.

خو هغه د حکومت دغه کړنې کافي نه بولي، او زیاتوي چې اوسنۍ حکومت بايد هڅه وکړي څو خپلې اړیکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره پراخې کړي، نړۍوالو ته په افغانستان کې بلنه ورکړي او هغوی ته د پانګونې زمینه برابره کړي؛ ځکه دغه کار ورو ورو د حکومت رسمیت پېژندو ته زمینه برابروي.

خو د فرهادي په اند، ځینو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره د سرپرست حکومت دویم او درېیم درجه ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړې څو هغه هېوادونو ته لاړ شي، خو دغه چاره د پر رسیمت پېژندو معنا نه ورکوي.

د هغه په وینا، دغه ډول کړنې ترسره کول هغه وخت د رسمیت پېژندلو معنا ورکولای شي چې یو هېواد په ملګرو ملتونو کې پر رسمیت وپېژندل شي او خپله چوکۍ په ملګرو ملتونو کې ډکه کړي او ملګري ملتونه خپلې ټولې کړنلارې له اړوند حکومت سره په همغږۍ پلې کړي.

او همداراز زیاته یې کړه، نن ملګري ملتونه خپل ټول کارونه د افغانستان له سرپرست حکومته سره له همغږۍ پرته پر مخ وړي او دغه حکومت د یو دولت او حکومت په توګه نه پېژني.

د حکومت پر رسميت نه پېژندو کې د نجونو ښوونځیو تړل کېدو اغېز

فرهادي وویل چې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګي تړل کېدل، له اوسني حکومت سره د نړۍوالې ټولنې پر اړيکو او د دغه حکومت پر رسمیت پېژندلو برخه کې ډېره اغېزه لري.

د هغه په وینا، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې ښوونځي بند پاتې شي.

فرهادي د پاکستان د غوښتنې په اړه زیاتوي: «په افغانستان کې داسې یو رژیم و اوسي چې هيڅ یو پاکستانی دې ته زړه ښه نه کړي چې په هېواد کې یې د پاکستاني طالبانو سیستم دود شي؛ یعنې ټي ټي پي او دوی، غواړي چې د ښخو پر وړاندې دغه سخت رژیم د افغانستان تر پولو پورې منحصر پاتې شي او په خپله پاکستان کې هم لېوالتیا پیدا نه شي چې طالباني رژیم راشي.»

حقیار وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدل د اوسني حکومت د پر رسمیت نه پېژندلو لپاره یوه مهمه پلمه ده او له هېواده بهر د دغه حکومت مشروعیت له ننګونو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: «د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو تړل هم په هېواد کې او هم له هېواده  بهر د اسلامي امارت لپاره دښمنان پیدا کړي، په هېواد کې ښځې ـ چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي ـ او ۹۵ سلنه نارینه هم له دې پرېکړې ناخوښ دي او د نړۍوالې ټولنې لویه غوښتنه هم د دغو ښوونځیو پرانیستل دي او د ښوونځیو تړل هغه چاره ده چې شرعي اساس نه لري او زموږ له کلتور سره هم په ټکر کې دی. دا یوه اړتیا ده چې د ښوونځیو ټول ټولګي د هغوی پر مخ پرانیستل شي.»

په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو خبر او د افغانستان لپاره یې پایلې

د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان کال د زمري په نهمه نېټه اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو، خو د افغانستان سرپرست حکومت د امریکا د بې پیلوټه الوتکې دغه برید تایید کړ او دا یې د دوحې له ترونه سرغړونه وبلله او ویلي یې دي چې د ایمن الظواهري له راتګ او ژوند څخه په  افغانستان کې هيڅ معلومات نه لري او کشفي او استخباراتي ارګانونه به د دې موضوع په تړاو څېړنه وکړي.

فرهادي وايي، په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د افغانستان د اوسني حکومت پر رسمیت پېژندنه د یوه یا دوو کلونو لپاره ځنډول شوې ده؛ ځکه نړۍ په تمه ده چې په افغانستان کې به نور کوم بدلونونه راځي.

حقیار په دې اړه وایي: «که ثابته شي چې په رښتیا هم په دغه برید کې ایمن الظواهري وژل شوی، د امارت لپاره په ستونزې وزېږوي، د نورو هېوادونو لپاره به د افغانستان انځور لا بدتر کړي، بې باوري رامنخته کوي، په افغانستان کې هم خلکو ته پوښتنې پیدا کوي، خلک هم خپه کېږي چې افغانستان د هغه کس کوربه وي چې افغانان یې سزا ګوري.»

د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره څه باید وشي؟

فرهادي وایي، د افغانستان سرپرست حکومت اړتیا لري چې خپلې اړیکې له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې کړي.

هغه همداراز وویل: «له امریکا سره د اړیکو له ښه کولو پرته شونې نه ده چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي، نو ډیپلوماسي، حکمت او ښو اړیکو ته اړتیا ده، باید په کابینه کې بدلونونه رامنخته شي، د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، وروسته له هغه ښایي چین او روسیه افغانستان پر رسمیت وپېژني او وروسته له هغه د رسمیت پېژندلو لړۍ دوام ومومي؛ ځکه چې یاد هېوادونه تل پر دغو غوښتنو ټینګار کوي.»

د هغه په اند، اوسنی حکومت باید ومني چې په یوازې توګه نه شي کولای افغانستان هغه ځای ته ورسوي چې پر رسمیت وپېژندل شي.

د هغه په وینا، د اوسني حکومت چارواکي باید تولګډون حکومت جوړ کړي، د ریاست الوزرا مرستیالان باید داسې کسان له دې ډلې نه وي، و اوسي او د ښځو ټول حقونه د اسلام په چوکات کې ورکړي.

حقیار وویل، په افغانستان کې د وضعیت ښه کېدو او د نړۍوالې تولنې له لوري د افغانستان د پر رسمیت پېژندو لپاره اسلامي امارت باید  په کور دننه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.

نوموړي دغه راز وویل، حکومت باید خلک خپل وګڼي او د خلکو شته ستونزې حل کړي څو خلک هم له اسلامي امارته ملاتړ وکړي.

حقیار زیاته کړه چې اوسنی حکومت باید نړۍوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي.

د هغه په وینا، دغه حکومت بايد ټولې هغه پلمې له منځه یوسي چې  له امله یې له انزوا او ګوښه کېدو سره مخ شوی.

حقیار له حکومته وغوښتل چې حکومت باید په مهمو برخو، په ځانګړي ډول په بهرنیو چارو وزارت کې رسېدلي پوه او تجربه لرونکي کسان پر دندو وګوماري، څو د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي.

پژواک د اسلامي امارت له ویاندویانو سره د یو کلنو لاسته راوړنو او ننګونو په اړه مسایل شریک کړل، خو په اړه یې نظر نه دی ویلی.

Views: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.