ژبه

د افغانستان بانک د پاسپورټ عمومي ریاست کې خپله څانګه پرانیسته

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، خلکو ته د اسانتیا په موخه یې خپله یوه څانګه په کابل کې د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې پرانیستې، څو د پاسپورټ ټولې چارې په یوه ودانۍ کې ترسره شي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بانک خلکو ته د غوره او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپله اوومه ښاري څانګه د پاسپورټ ریاست په ودانۍ کې فعاله کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

سرچینې لیکلي، له دې مخکې خلک اړ وو چې د پاسپورټ تعرفې تحویلولو لپاره د پاسپورټ له ریاست د باندې د افغانستان بانک نماینده‌ګیو ته مراجعه وکړي، خو له دې سره به د پاسپورټ ټولې چارې په یوه ودانۍ کې بشپږېږي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد د یادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال ویلي، د افغانستان بانک هڅه کوي چې د خلکو لپاره غوره او پر وخت خدمتونه وړاندې کړي او د دې څانګې له فعالېدو سره به د هغو هېوادوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي چې غواړي پاسپورټونه ترلاسه کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان بانک دغه نوې څانګه ۱۵ غرفې لري چې لس یې د نارینه او پنځه یې د ښځینه مراجعینو لپاره ځانګړې شوې دي.

ورته موضوع