Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، په سوېلي کوریا کې یوه مسافروړونکې الوتکه لوېدلې چې په کې لږ تر لږه ۶۲ کسان مړه شوي دي.
د اسلامي امارت مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، که یو څوک ودانۍ جوړوي مکلف دي، د ګاونډي پر لور داسې کړکۍ پرېنږدي چې د ښځو د ناستې ولاړې ځایونه ترې ښکاره شي.
مالیزیا کې افغان سفیر د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې سره د دغه بنسټ له لارې له افغانستان سره د مالیزیا د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ایران رېل پټلۍ له لارې د چین د ترانزیټي توکو لومړنۍ محموله د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسېده.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د هېواد په څلور نورو ولایتونو ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند کې هم د اسان خدمت مرکزونه فعالوي.
په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان ۶۰ غیرنظامي ملاتړي له دوو تر لسو کلونو په حبس محکوم کړي.
د هند پخوانی لومړی وزیر منموهن سېنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سېنګ پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چې هغه د افغان ولس ملګری او متحد و.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې د پاکستان بریدونو له امله یې ورته خپل شدید احتجاجلیک وسپاره.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د پوهنتونونو هغو استادانو ته چې په ولایتونو کې په تدریس بوخت او مسافر دي، اعاشه او د استوګنې ځای منظور شو.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې تېره شپه پاکستان پر څلورو ځایونو بریدونه کړی چې له امله یې ۴۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.
یو شمېر افغان سیاستوالو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید پر سختو ټکو غندلی او دغه برید یې د افغانستان د حاکمیت نقض او د ټولو ملي او نړۍوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.
ملي دفاع وزارت وایي، د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا برید شوی او اسلامي امارت به دا برید بېځوابه پرېنږدي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP