Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان د ارشاد، حج اوقافو وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ تهران کې د اسلامي وحدت په ۳۸مه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه بلنه ورکړه.
بهرنیو چارو وزارت شیخ عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د ا.ا د نوماند سفیر په توګه ټاکلی او وایي، تاشکند ته د هغه له تلو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل شي.
د کابینې په ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې په لرې پرتو سیمو کې د پیل شوو چارو جدي څارنه وکړي او ټولو محرومو سیمو کې دې خلکو د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
د میانمار حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد کې د یاګي نومي توپان په پایله کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې ۲۲۰ تنه مړه شوي او له ۷۰ ډېر کسان نادرکه دي.
د وېنزویلا چارواکي وايي، درې امریکایان، دوه اسپانویان او د چک یو وګړی یې په دغه هېواد کې د بېثباتۍ او توطیې خپرولو په تور له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او بهرنیو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د سیمهییز پرمختګ او همکارۍ پر لور ګام دی.
د راپورونو له مخې، د امريکا په فلوريډا ايالت کې «ګولف کلب» ته څېرمه هغه مهال ډزې شوې دي چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونلډ ټرمپ لوبې کولې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د روسیې په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د «کلتوري اتحاد» په ناسته کې ویلي، افغانستان کې د کلتوري میراثونو او تاریخي ځایونو بیارغونې او امنیت ته پام شوی او د قاچاق او غیرقانوني کېندنو مخه یې نیول شوې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په کابل کې د قزاقستان سفیر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړی استازي د ګوښه کېدو اعلان کړی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له افغانستان سره یې د ۲۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې او د پنځو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته به ورکړل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن