منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا کې په یوه پلورنځي کې د ډزو پېښه؛ یو کس وژل شوی او شپږ ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا د کالیفورنیا ایالت په یوه پلورنځي کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د اې‌بي‌سي نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په شپه (د اکټوبر ۳۰مه) شاوخوا اته‌نیمې بجې د کالیفورنیا ایالت د فیرفیلډ ښار په سولانو ټاون سوداګریز مرکز کې د «سپیریټ هالووین» په نوم پلورنځي کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې پولیس د ډزو په اړه د راپور له ترلاسه کولو وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او اووه کسان یې په ټپي حالت کې لیدلي دي.

پولیسو ویلي چې له دغو کسانو یوه یې د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي چې د لږ تر لږه درېیو روغتیايي وضعیت نازک دی.

تر اوسه د دغو ډزو انګېزه او د بریدګر هویت نه دي معلوم شوي.