رییسالوزرا ویلی، له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پرمهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه دې ورکړل شي څو خپل منقول توکي له ځان سره هېواد ته ولېږدوي او خپلې غیرمنقولې شمتنۍ او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.
د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې هوکړه لاسلیک شو.
د عامې روغتیا وزارت په خصوصي روغتیایي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د فعالیت د تنظیم په موخه یوه کمېټه ټاکلې ده.
د امنیتي او تصفیوي کمېسیون په غونډه کې په «خواخوږۍ او بشپړ اخلاص» سره راستنېدونکو افغان کډوالو ته پر رسېدنه او هغوی ته د هر اړخیز امنیت او لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار شوی.
د راپورونو له مخې، امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد بیا پیل کړی او په د غو وسلو کې د توپونو مرمۍ او «GMLRS» هدایت کېدونکي راکټونه شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کندهار ولایت کې له یو شمیر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، پر هغو وارداتي توکو به تعرفه لوړه شي چې کورنی توليد یې تر ۲۰ سلنه یا زیات د هېواد د بازار اړتیا پوره کولای شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د ا.ا د رهبر او قاضیالقضات د نیولو په تړاو څرګندونې د امارت “په کلک هوډ او شرعي موقف هيڅ اغیز نهشي کولای.”
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې یو له میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت ټول نظامي منسوبين مکلف دي چې د دندې پر مهال يونیفورم ولري.
کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴): روسیه لومړنی هیواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده، په مسکو کې یې د افغان سفیرباورلیک هم منلی
کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په اذربایجان کې د ازبیکستان له ولسمشر سره کتلي او دواړو لورو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو
د راپورونو له مخې، د سومالیا په موګادیشو ښار کې د یوې چورلکې لوېدو له امله کې پنځو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.