د راپورونو له مخې، اردن کې د اسراییل سفارت ته څېرمه د یوه کس په ډزو کې درې پولیس ټپیان شوي او وروسته پولیسو بریدکوونکی وژلی دی.
د ملي وزارت سرپرست افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې د د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی دی.
د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه تازه حکم کې راغلي، ټولې ادارې دې له دې وروسته «د بشري سرچينو» ریاست، مدیریتونو او امریتونو ته «د کارکوونکو چارو» نوم وکاروي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوې نړۍوالې روغتیايي موسسې له مشر سره په ليدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت معیاري کولو او لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په اړه خبرې کړې دي.
د خیبر پښتنوخوا په کورمه کې د موټرو پر یوه کاروان له خونړي برید وروسته په رامنځته شوو نښتو کې مرګژوبله اوښتې او په ځینو سیمو کې کورونو او هټیو ته هم اور اچول شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې افغان او پاکستاني سرحدي استازو پر تورخم دروازه تګراتګ کې د ستونزو د هواري په موخه ګډه ناسته کړې ده.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او دغه راز به په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې پیل کړي.
په کابل کې د ترکیې سفیر د ټرانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر په لېدنه کې ویلي، هڅه کوي کوي ترڅو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ فعاليت لپاره زمينه مساعده کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګلهدېش هېوادونو له یو شمېر علماوو سره په ليدنه کې ویلي، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او بندیزونه هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.
کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات ولایت کې یې د غلو د یوې مسلکي ډلې هغه درې غړي نیولي چې یو ۱۷ کلن ځوان یې له تښتولو وروسته وژلی و.
د ټولګټو وزارت وایي، د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوی رئیس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریلي همکاریو پر دوام او پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.