د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، یو شمېر روسي پانګوالو د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره لیدنه کې په افغانستان کې د صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د ترکیې او قطر له دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او ا.ا د خلکو امنیت، اقتصاد او هوساینې لپاره هلې ځلې کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د ملي ادارې سره یې کانکور د ازموینې سیسټم د جوړولو هوکړهلېک لاسلېک کړی او دغه سیسټم د نمرو ورکونې، پوهنځیو ته محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، هالنډي پانګهوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج، له هغو څخه د انرژۍ تولید او د نفتو د پروسس معیاري کارخونې جوړولو برخه کې پانګهونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ځیني هغه کسان چې مور یا پلار یې د شکر پر ناروغۍ اخته دي، اندېښنه لري چې دوی هم هرو مرو پر دې ناروغۍ اخته کېږي، خو د روغتیایي چارو متخصصین وایي، ټول دا ډول کسان پر شکر نه اخته کېږي او ځیني غیرارثي عوامل هم د دې ناروغۍ لامل کېدای شي.
واشنګټنپست پرون راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کېیف ترمنځ نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي خو کرملین دا خبرې رد کړې دي.
د هند سنډي ګارډین ورځپاڼې لیکلي، د ډیلي او کابل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رسمي کولو په لور یوه مهم ګام کې د دې احتمال شته چې د هند حکومت په ممبي کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره د یوه استازي د ټاکلو په تړاو د افغانستان د سرپرست حکومت غوښتنه ومني.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او پاکستان دې په کور دننه خپلو کورنیو ستونزو ته حل لار ولټوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او د اړیکو پراختیا غوښتونکی دی خو پر دیني او ملي ارزښتونو معامله نه کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت پر افغان کادرونو تکیه لري او د ښې روزنې ترڅنګ په دولتي ادارو کې ورته د کاري فرصتونو برابرولو ته هم ژمن دی.
یوه میاشت کې څه باندې ۳۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايی، محتسبینو د زابل ولایت په شینکۍولسوالۍ کې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخه نیولې ده.