Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پوتین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرې اترې نا ثابته شوې ادعا ده

له پوتین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرې اترې نا ثابته شوې ادعا ده

author avatar
12 Nov 2024 - 10:46
له پوتین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرې اترې نا ثابته شوې ادعا ده
author avatar
12 Nov 2024 - 10:46

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۳): واشنګټن‌پست پرون راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر‌‌، ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کې‌یف ترمنځ نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي خو کرملین دا خبرې رد کړې دي.

واشنګټن‌پست پرون د هغو کسانو له قوله «چې د یادې ټیلیفوني اړیکې له جزیاتو خبر دي» راپور ورکړی و چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مسکو او کې‌یف ترمنځ د نښتې په اړه خبرې اترې کړې دي او اوکراین کې یې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

راپور کې راغلي، ټرمپ پوتین ته سپارښتنه کړې چې اوکراین کې د جګړې له تشدید څخه مخنیوی وکړي او هغه یادونه کړې چې متحده ایالات «اروپا کې د پام وړ نظامي حضور» لري.

د متحده ایالاتو حکومتي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حقیقت موندنه:

ټاس روسي خبري اژانس د کرملین ویاند، دیمیتري پسکوف له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو منتخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې په اړه د لوېدیځو رسنیو ادعا ناسمه ده.

هغه ویلي: «هیڅ خبرې اترې نه دي شوي، دا ناسمه خبره ده او یوازې خیالات دي.»

راپور کې راغلي، د پوتین او ټرمپ وروستۍ اړیکه چې په کرملین سایټ کې یې راپور ورکړل شوی، د ۲۰۲۰ کال په جنوري میاشت کې د ټرامپ د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په پای کې ترسره شوې چې د بېلابېلو نړۍوالو مسایلو لکه ستراتیژیک ثبات په اړه یې خبرې اترې کړې وې.

پایله: واشنګټن‌پست پرون د سرچینو د نوم بیانولو پرته راپور ورکوی و چې ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کرملین یاده ټیلیفوني اړیکه رد کړې ده.

حکم: له پوتین سره د ټرمپ ټیلیفوني خبرې اترې نا ثابته شوې ادعا ده.

Views: 134

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.