په اسلاماباد کې افغان سفیر د سیمهییزو مطالعاتو انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او پاکستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوایي صنایعو پر یوه شرکت برید غندلی او هیله یې څرګند کړې چې د ترکیې خلک او دولت بیا له ورته پېښو سره مخ نه شي.