د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کار ملي کنفرانس په پای کې د ۱۵ اماراتي ادارو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې هوکړهلېکونه لاسلیک شول او ژمنې وشوې چې راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۱.۴ میلیون کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
چارواکو د کار ملي کنفرانس کې وویل چې د قوشتېپې کانال کرنیز کمپلېکس په جوړېدو سره به سل زره کسانو ته د کار زمینه برابره او د نورو کاري فرصتونو رامنځته کېدو په موخه به غیرفعال شرکتونه فعال شي او دې ته ورته نورې هڅې به وشي.
ټولنیزو پاڼو کې هغې وېډیو غبرګونونه راپارولي چې د خلکو په وینا تر یو “پیر” تاو کسان په کې ښکاري چې د “پیر” لاس ښکلوي او پښو ته یې ټيټيږي، خو د ا.ا یو غړی وایي چې دغه سړی له ورسره کسانو سره نیول شوی دی.
افغان چارواکو د کار ملي کنفرانس کې وویل چې د بېکارۍ کچې ټیټېدو لپاره هڅې دوام لري، غربي هېوادونو دې هم پر افغانستان بندیزونه پای ته ورسوي او ا.ا ته دې د همکارۍ لاس ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه نن په کابل کې د دوو ورځو لپاره د کار ملي کنفرانس پیل شو.
د چارو اداره وایي، د کابینې په غونډه کې د هېواد د بندرونو د ستونزو حل او ارزونې لپاره پلاوی وټاکل شو.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه ۱۲ کلن ماشوم ځانوژنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دایکنډي ولایت کې یې هغه لس کلن ماشوم ژغورلی چې له درېیو ورځو راهیسې د یوه کس په کورني بند کې و او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د افغانستان بانک سرپرست د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروگرام له مشر سره په لیدنه کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او بېکارۍ کچې راکمولو برخو کې د دغه پروګرام د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو خلاف عمل دی او پاکستان دې پر لاریونوالو د برید پلټنه وکړي.
د پاکستان پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سيټيډي) ویلي چې په پنجاب کې یې د القاعده ډلې یو غړی امینالحق نیولی دی.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کډوالو او راستنېدونکو او د کور او ښارجوړولو وزارتونو لپاره دوه نوي مرستیالانو وټاکل شول.