د راپورونو له مخې، د اوکراین په ختیځ د کوستیانتینیوکا ښارګوټي پر یوه بازار باندې د روسي ځواکونو هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، تر اوسه شاوخوا څلور زره افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته را لېږدول شوي او د ا.ا غوښتنه دا ده چې هلته په اعدام او نورو سزاګانو نور محکوم افغانان دې هم افغان حکومت ته وسپارل شي.