د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت یوه پلاوي د «حمید جلال پښتون» کورنۍ ته د غمرازۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي او دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته یې هم ورسره کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له ازبکستان سره یې د هایدرو کاربن، اوسپنې او مسو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهليک لاسلیک کړی دی.
د ټولګټو وزارت وایي، د ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل – غزني او کابل – جلالاباد دویم لین سړکونو جوړولو چارې د ټولپلازا په بدل کې بېرته پیلېږي.
د ازبکستان لومړي وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې ویلي، ښایي هېواد یې په نږدې راتلونکې کې د ا.ا سفیر ومني او دغهراز افغان سوادګرو، محصلینو او ناروغانو ته به هم د وېزو ورکړه پيل کړي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني، غور او اروزګان ولایتونو کې له څه باندې ۶۹۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اسلامي امارت ویاند وایي چې د دوو وزارتونو لپاره مرستیالان، د درېیو ادارو لپاره رییسان، درې قوماندانان او د بغلان لپاره مرستیال والي ګومارل شوي دي.
اسلامي امارت د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت ویلي، د دې ورځې د راتګ لپاره د خلکو قربانیو د راتلونکو نسلونو لپاره داسې پرېښود چې هېڅکله به هېر نه شي او ژمنه کوي چې له شته نظام څخه به په هر قیمت دفاع کوي.
ځینې شنونکي د ا.ا بهرنی سیاست ځکه ستایي چې «اقتصادمحوره دی او د لویو قدرتونو تر منځ یې موازنه ساتلې» خو وایي، د رسمیتپېژندنې لپاره باید په کور د ننه ستونزو ته رسېدنه وشي او د خلکو مشروع غوښتنې ومنل شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشتبرچي سيمه کې د چاودنېله امله یو تن وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند او د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر وايي چې د ولسي جرګې د پخواني غړي اللهګل مجاهد دوسیه تر اوسه د مراحلو طی کولو په حال کې ده او نهايي شوې نه ده.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې ایراني پانګوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اوبو رسونې او د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د برازیل په ساوپاولو ښار کې د یوې مسافروړونکې الوتکې لوېدو له امله د عملې د څلورو غړو او ۵۷ مسافرو په ګډون ۶۱ کسانو ژوند بایللی.