کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډيپلوماتيکو هڅو په دوام، د اردن د بهرنيو چارو وزير تهران ته په يوه ناڅاپي سفر تللی او د ايران له ولسمشر سره يې کتلي دي.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې ایران ته تللی چې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د تېرې اونۍ چهارشنبې ورځ (۳۱جولای) سهار مهال ایران کې په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ. هنیه د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته تللی و.
د امریکا غږ راپور له مخې، د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي د ایران د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر علي باقري او د دغه هېواد له نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره کتلي دي.
بيبيسي لیکلي چې په دې کتنه کې پزشکيان د حماس د سياسي دفتر پر مشر اسماعيل هنيه برید يوه لويه تېروتنه بللې او ويلي يې دي چې د «اسرائيلو دا ګستاخي به بېځوابه پاتې نهشي.»
د ايران د پارلمان مشر محمدباقر قاليباف هم له دې مخکې ګواښ کړی و چې د ايران ځواب به «کلک او هوښيارانه وي»، اسرائيل او امریکا به «په خپلو ګړنو پښېمانه شي.»
ایراني چارواکو ویلي چې پر هنیه برید اسرائیلو کړی او امریکا یې ملاتړ کړی. اسرائیل په دې اړه څه نه دي ویلي او بيبيسي لیکلي چې امریکا په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.
د راپورونو له مخې، د اردون د بهرنیو چار وزیر ایران ته له سفر مخکې په عمان کې شاهي محکمې ته ویلي وو چې د فرانسې ولسمشر ایمانیلو مکرون د اردن له باچا عبدالله سره په ټیلیفون کې خبرې کړې او په سیمې کې د خطرناک وضعیت په اړه یې ورته خبر ورکړی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، باچا عبدالله په دې خبرو کې د جګړې د پراخوالي مخنیوي او امنیت لپاره د نړۍوالې ټولنې د پراخې مداخلې غوښتنه کړې، ویلي یې دي: «په هره بيه چې کېږي بايد د جګړې مخنیوی وشي.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن