د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته ویلي، دغه غونډه د ا.ا د رسمیت پېژندنې په معنا نه وه، دغه کار په غړو هېوادونو پورې اړه لري خو نړۍ ته افغانان مهم دي چې باید بشري مرستې ورسره دوامداره شي.
د اسلامي امارت ویاند د دوحې په درېمه ناسته کې ویلي، د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده، د تقابل پرځای دې د تعامل او تفاهم لارې چارې ورته وکتل شي او د مثبت تعامل په تړاو د ا.ا چ اراده او نیت وجود لري.
د اسلامي امارت ویاند د دوحې درېیمې ناستې له پیلېدو مخکې د افغانستان لپاره د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو له ځانګړو استازو سره لیدلي او ټاکل شوې د هند، سعودي عربستان، قزاقستان، بریتانیا، ناروي، اندونیزیا، ندرلېنډ او م.م له استازو سره هم وګوري.
د اسلامي امارت ویاند په مشرۍ پلاوی د دوحې درېیمه غونډه د ګډون لپاره قطر ته ولاړ.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه کسان د لامبو پر مهال اوبو کې دوبېدو له امله مړه شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي توماس وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا خبرې کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وایي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري اینډيکارلو کوي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د یونما له مشرې سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د المپیک نړۍواله ورځ ونمانځله.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د ذبیحالله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر قومي مشرانو او دولتي مسوولینو سره ليدنه کې حکومتي ادارې ولس ته د خدمت برخه کې مسوولې بللې او ویلي یې دي چې د خدماتو وړاندې کولو لړۍ به لا غوره او پراخه شي.