د راپورونو له مخې، د روسیې په جنوب داغستان کې په وسلهوالو بریدونو کې ۱۵ پولیس او څو ملکي کسان وژل شوي دي.
د امنیت شورا غونډه کې روسیې د پایدارې سولې لپاره له ا.ا سره د خبرو پر اړتیا او ایران د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کړی او امریکا بیا د افغانستان د ثبات لپاره د نړۍوالې ټولنې رول اړین بللی دی.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې او وسلهوال برید کې پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له سعودي عربستانه افغانستان ته د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر نن پیل شو او په لومړۍ الوتنه کې به شاوخوا ۳۴۶ حاجیان کابل ته راورسېږي.
د م.م عمومي منشي د امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ادعا کړې چې افغانستان کې امنیتي پېښې تر ٥٥ سلنه ډېرې شوي، خو د کورنیو چارو وزارت دغه راپور له واقعیتونو لرې بولي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د لوی اختر درې ورځې له کومې امنیتي پېښې پرته په ټول هېواد کې په یوه ډاډمنه فضا کې تېرې شوې.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر ته د راتلونکې کال د حج وثیقه او تفصیلي برنامه سپارلې او دواړو لورو د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا کې ناپېژاندو وسلهوالو د خلیل جبران په نوم یو خبریال په ډزو وژلی دی.
د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول خو د احتمالي زیانونو په اړه یې تراوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د مالیې وزارت وایي، د خلکو اقتصادي حالت ته په پام کې نیول سره یې د افغانستان لاس بېاسنادو موټرو د ثبت او محصول پروسه د روان ۱۴۰۳ کال تر پایه تمدید کړه.
ستره محکمه وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د لوی اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۳۴۹ بندیان خوشي او د ۲۷۰ نورو بندیانو د بند موده کې تخفیف راغی.
له ماشومانو د ملاتړ صندوق، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو پر ځنډولو – چې زر ورځې يې پوره شوي- اندېښنه ښودلې ده.