Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو په موخه د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حسن کاظمی قُمی پر ځای، عليرضا بیګدلي په افغانستان کې د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
د راپورونو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په غزه او بیروت کې د اسرائیل تازه بریدونو له امله ۱۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، اردن کې د اسراییل سفارت ته څېرمه د یوه کس په ډزو کې درې پولیس ټپیان شوي او وروسته پولیسو بریدکوونکی وژلی دی.
د ملي وزارت سرپرست افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې د د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی دی.
د اسلامي امارت د مشرتابه په یوه تازه حکم کې راغلي، ټولې ادارې دې له دې وروسته «د بشري سرچينو» ریاست، مدیریتونو او امریتونو ته «د کارکوونکو چارو» نوم وکاروي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوې نړۍوالې روغتیايي موسسې له مشر سره په ليدنه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت معیاري کولو او لرو پرتو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو رسولو په اړه خبرې کړې دي.
د خیبر پښتنوخوا په کورمه کې د موټرو پر یوه کاروان له خونړي برید وروسته په رامنځته شوو نښتو کې مرګژوبله اوښتې او په ځینو سیمو کې کورونو او هټیو ته هم اور اچول شوی دی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې افغان او پاکستاني سرحدي استازو پر تورخم دروازه تګراتګ کې د ستونزو د هواري په موخه ګډه ناسته کړې ده.
افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د نېمګړو روغتیايي پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او دغه راز به په پوهنتونونو کې رغنیزې او علمي پروژې پیل کړي.
په کابل کې د ترکیې سفیر د ټرانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر په لېدنه کې ویلي، هڅه کوي کوي ترڅو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ځمکني ټرانسپورټ فعاليت لپاره زمينه مساعده کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګلهدېش هېوادونو له یو شمېر علماوو سره په ليدنه کې ویلي، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او بندیزونه هغه ستونزې دي چې د هېواد اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP