کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو لس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست، د ایران له سفیر سره پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمهییزو سیاسي پرمختیاوو خبرې کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اهل تشیع ټولنې له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ټولو قومونو پروړاندې یو شان مسوولیت لري او ولسونو ته خدمت د حکومت تر ټولو مهمه دنده ده.
افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو ځانګړي استازي په دغه هېواد کې له افغان سره په لېدنه کې ویلي، هېواد د افغانانو ملي حاکميت ته درناوی لري او په کورنیو چارو کې یې مداخله نه کوي.
عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د نعیم کوچي د زوی او نورو غاصبانو تر غصب لاندې کابو ۱۱۴۵ جریبه ځمکه استرداد او حیدرجان نعیمزوی توقیف شو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په شخصي موټرو کې دې د دولتي هارونونو، اشارو او نورو دولتي نښو له لګولو ډډه وشي.
تر اوسه د اړوند کمېسیون له لارې څه باندې ۷۰۰ افغان شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي او ځینې یې وایي، اسلامي امارت دې خپله غېږ نوره هم پراخه کړي.
کابینې د ټولګټو وزارت ته دنده سپارلې چې د راتلونکي کال په پیل کې دې له پل محمودخان څخه تر چهاراسیاب پورې د کابل – لوګر سړک د جوړولو پاتې چارې پیل او بشپړې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د ترکمنستان پلازمېنه عشقاباد کې د افغان – ترکمن تجارتي تواصل کنفرانس او د افغانستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي کسانو په تخار کې یو کس چې له څلورو کلونو راهيسې یې پلار د کور په يوه تياره خونه کې بندي ساتلی و، ازاد کړی دی.
کابل کې د اذربایجان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وایي، پر هېواد د بهرنیانو له لوري په پرله پسې تېریو سربیره، ولسونه پر خپلو ارزښتونو کلک ولاړ دي او اجازه نه ورکوي پر ملي او دیني مسایلو معامله وشي.