کابل کې د ترکیې سفیر د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره یې د ۳۳ ټنه بشري مرستې جوپه تېره ورځ کابل ته رسېدلې او دغه مرسته به د هرات پر زلزلهځپلو ووېشل شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر، د پولیو ناروغۍ د اروزنې او همغږۍ کلنۍ غونډه کې ویلي چې دغه وزارت ژمن دی د هېواد ګوډ ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته وکړي.
د چارو اداره وايي، د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره چې خوست کې د ملي سوداګرو له خوا جوړېږي، سل جریبه امارتي ځمکه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارل شوې ده.
کابینې د کډوالو کمېسیون او یوه پلاوي ته دندې وسپارلې چې هېواد ته له بهره د تازه راستنو شوو هېوادوالو د بېکارۍ او استوګنې نه لرلو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ټولو سړکونو حریم او اندازه معلومه کړي.
د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس ویلي چې اسلامي امارت د مرستو له لارې د پیسو ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې، خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې او ځینو امریکایي چارواکو هم ویلي چې له نقدي مرستو په جدیت سره څارنه کېږي.
په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړۍوال انسټیټيوټ مشر، له افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانستان سره په نصاب جوړونه، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې همکاري کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، یوه چینایي شرکت افغانستان کې د وچې میوې د پروسس په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري او د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې کړې دي.
د پاسپورټ ریاست وایي، د خلکو ستونزو د حل په موخه راتلونکې چهارشنبه په سپینو عریضو هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
د کرنې وزارت وایي، د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې د نوو مېتودونو دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړوي.
د افغانستان کرکټ بورډ له هند سره د راتلونکو درېیو نړۍوالو شلاوریزه سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.