د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ۱۰۶ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه کانال د رغونې چارې بشپړې شوې او د ښار په شپږمه حوزه کې بیا د ۸۵۲ زره ډالرو په لګښت د یوه کانال د رغونې چارې پيل شوې.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو او د ښار ۱۵ ناحیو کې به ۵۵ زره غواګانو ته د لمپيسکېن ناروغۍ واکسین تطبیق کړي.
کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون ته د تلسمیا پر ناروغۍ اخته زرګونه ناروغان مراجعه کوي خو دغلته دوی دومره امکانات نه لري چې دغو ټولو ناروغانو ته وینه پیدا او ورکړي.
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې څارویو ته د چیچک او طاعون ناروغیو د مخنیوي په موخه د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د کندهار ځايي مسوولین وایي، تېره ورځ د دغه ولایت په سپينبولدک ولسوالي کې د جانمحمد په نوم یوه کس د چړې په واسطه د خپلې مېرمنې غاړه پرې کړې او وژلې یې ده.
د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ریاست اړوند د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري تېره میاشت ۳۳ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.
د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې دوې کوچنۍ خویندې په اوبو کې د لامبو پر مهال ډوبې او مړې شوې دي.
کندهار ولایت کې د پنځوس میلیون افغانیو په لګښټ د تازه میوو او سبزیجاتو د افتونو د کنټرول (فومیګېشن) مرکز پرانیستل شو.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې په ماشومانو کې د خوارځواکي او اسهالاتو پېښې ډېرې شوې او زیاتوي چې یوازې د خوارځواکۍ له امله تر دې مهاله ۳۰ ماشومان مړه شوي دي.
کندهار کې سږ کال د انځرو بازار ښه دی، خو بڼوال شکایت کوي چې حاصلات یې د پخوا په پرتله کم شوي؛ ځکه ورښتونه ډېر وشول او انځرو ته یې د «ژړي» په نوم ناروغي پیدا شوې وه.
د ا.ا مشر کندهار کې د اردو د سلګونو مسوولینو په غونډه کې ویلي چې مسوولین باید په قدرت مغرور نه شي او د خپل اړوند مسوولیت علم زده کړي، ځکه چې د هر مسؤلیت علم پر هغه مسؤل فرض دی.
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه شل کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP