ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار میرویس روغتون مسوولین: د تلسمیا ناروغانو شمېر ډېر شوی، ټولو ته د وینې ورکولو امکانات نه لرو

د کندهار میرویس روغتون مسوولین: د تلسمیا ناروغانو شمېر ډېر شوی، ټولو ته د وینې ورکولو امکانات نه لرو

author avatar
16 Sep 2024 - 16:36
د کندهار میرویس روغتون مسوولین: د تلسمیا ناروغانو شمېر ډېر شوی، ټولو ته د وینې ورکولو امکانات نه لرو
author avatar
16 Sep 2024 - 16:36

کندهار (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون ته د تلسمیا پر ناروغۍ اخته زرګونه ناروغان مراجعه کوي خو دغلته دوی دومره امکانات نه لري چې دغو ټولو ناروغانو ته وینه پیدا او ورکړي.

کندهار کې په تلسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي، ناروغان یې هره اونۍ نوې وینې اخیستو ته اړتیا لري، خو اوس په دغه ولایت کې پر یادې ناروغۍ د اخته ماشومانو د شمېر له ډېرېدو سره په میاشت کې یو ځل هم د اړتیا وړ وینه نه شي موندلی.

محمداکرم یو هغه کس دی چې د تلسمیا له امله یې یوه لور مړه شوې او اوس یې یو لس کلن زوی پاتې دی چې په هرو پنځو ورځو کې یې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته د ویني ورکولو لپاره راولي.

هغه وویل: «زما یوه دوولس کلنه لور وه، هره اونۍ یې وینه غوښته، خو اخر داسې شوه چې یو ورځ بعد باید وینه ورته ورکړل شي، بیا وینه داسې ژر نه پيدا کېده نو مړه شوه، اوس مې یو زوی دی، په هرو پنځو ورځو کې یې له ارغنداب څخه دلته روغتون ته راولم، خو ده ته هم وینه په اسانۍ نه پیدا کېږي.»

یاد روغتون ته له نیمروز څخه راغلی امیرجان وايي، یوولس کلن زوی یې پر تلسمیا اخته شوی او وضعیت یې دومره نازک دی چې په هرو درېیو ورځو کې یو ځل وینې ته اړتیا لري.

هغه وویل: «زما د زوی علاج کېده، خو پيسې نه وې راسره، ډاکټرانو راته وویل، هند ته یې بوځه، اویا لکه افغانۍ مصرف یې کېږي، خو له ما سره یو لک هم نه وې، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دلته د علاج یوه چاره پیدا شي، دلته اوس وینه پیدا کېدل هم ډېر سخت دي.»

دوی وايي، له دې مخکې به په دغه ولایت کې د ناروغانو لپاره د وینې ورکولو کمپاینونه ترسره کېدل چې اوس دغه چاره درېدلې او د دوی ناروغان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

پر تلسمیا د یوه بل اخته ماشوم پلار ولي‌محمد په دې اړه وایي: «موږ ته پخوا یو ډول پېچکارۍ راکول کېدې چې بیا دا زموږ ماشوم په شپږو میاشتو کې هم وینه نه غوښته، خو دا دوه کاله کېږي چې هغه پېچکارۍ نشته، نو ځکه کوچنیان مو هره اونۍ وینه غواړي.»

ورته مهال، د میرویس حوزوي روغتون ډاکټران وایي، د ناروغانو د ډېروالي له امله په روغتون کې دومره وینه نه پیدا کېږي چې ټولو ته پر یو وخت تطبیق شي؛ ځکه په خبره یې اوس‌مهال د کندهار او نږدې ولایتونو ترڅنګ له نیمروز ولایت څخه هم پر یاده ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل کېږي.

د یاد روغتون د کوچنیانو څانګې مشر ډاکټر هدایت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا پرتله اوس پر تلسمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر په بې‌ساري ډول ډېر شوی او زرګونو ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ اوس مهال په میرویس روغتون کې شپږ زره ۷۶۴ د تلسمیا ثبت ناروغان لرو چې راځي او دلته وینه ورکوو، په دوی کې ځيني په ډېر لږ وخت کې ویني ته اړتیا لري او ځيني بیا یوه اونۍ یا لس ورځې وخت لري، د دې ناروغانو شمېر نور هم په ډېرېدو دی او ټولو ته د وینې ورکولو ظرفیت نشته.»

ډاکټران وايي، تلسمیا داسې ناروغي ده چې اخته کس هر وخت تازه وینې اخیستو ته اړتیا لري او په خبره یې چې د وینې د هموګلوبین او ګلوبول شمېر یې له عادي حالته کم وي.

کمه حوصله، د حرکت لپاره د کافي انرژۍ نه‌شتون او بې‌اشتهايي د تلسمیا ناروغۍ نښې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.