د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان پر تازه مېوو تعرفه څو برابره لوړ کړه، دغه هېواد ته د تازه مېوې، په ځانګړي ډول د انګورو صادرات ودرېدل او اوس بېرته پیل شوي دي.
سرچینې وايي، د کندهار د غورک ولسوالۍ د صورت خان کارېز په سیمه کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.
په داسې حال کې چې تېره ورځ له ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې چمن کې پرلتوالو خبر ورکړ چې پاکستاني لوري ورته د سپينبولدک – چمن پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې، خو لا هم لار د پاکستاني ځواکونو له لوري تړلې ده.
یو شمېر پرلتکوونکي وایي، د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ سره پر ډیورنډ کرښه پورې غاړې پراته ښار چمن کې پرلت پای ته ورسېد او د سپین بولدک – چمن پر دروازه تګ راتګ د پخوا په شان پیل شو.
د کندهار سپينبولدک ولسوالۍ د وېش بازار په مارکېټونو کې د تېرې ورځې اورلګېدنې هټۍوالو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.
کندهار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپیژانده کسانو د یوې کورنۍ
د کندهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په تختهپل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم جوړولو چارې پیل شوې.
کندهار کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وایي، د اوبولګولو له قطرهیي سیسټم سره یې کښتونو او باغونو ښه وده کړې او څو برابره اوبه یې هم سپما کېږي.
ستره محکمه وایي، د کندهار ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د پخوا په پرتله یې ډېرې ستونزې حل شوې خو لیلیه او لوبغالی لا هم نه لري.
پاکستاني ځواکونو چمن کې پر پرلتوالو ډزې کړې چې له امله یې ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.