پاکستاني ځواکونو په چمن کې پر هغو کسانو ډزې کړې او خیمې یې ورسوځولې چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې یې د سپینبولدک – چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبرې کېدو پرېکړې غبرګون کې پرلت پیل کړی دی.
د کندهار په سپينبولدک ولسوالي کې د احمدشاهي حوض د بیارغونې چارې چې تېر کال پيل شوې وې، بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته چمتو شو
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د مخکني ولسمشر محمداشرف غني د مرستیال ویاند دواخان مینهپال ورور نورالله مینهپال ژوند بایللی دی.
د زابل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت شهرصفا ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
کندهار کې امنیتي مسوولين وايي، د کندهار ښار لسمې حوزې اړوند د کابل اډې پر سړک د يوه لاسي بم چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
کندهار کې د تېرو جګړو پر مهال یتیم شوو ماشومانو ته د «دارالعرفان التربیةالایتام» په نوم خصوصي روزنتون جوړ شوی چې دا مهال پهکې څه باندې ۲۰۰ یتیمان په زدهکړو بوخت دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې ژغورل شوې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، د کندهار شیخ زاید روزنتون کې د لاسي توکو او د زدهکوونکو عملي کارونو او نوښتونو کلنی نندارتون جوړ شو.
د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک – چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
کندهار کې د افغاني غالیو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی چې پهکې د ځینو ولایتونو د غالۍ اوبدلو او لاسي صنایعو یو شمېر شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته ایښي دي.
تېره ورځ د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځول شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت سپینبولدک ولسوالۍ بازار کې یو کس د ناپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.