Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار ښار یوولسمې امنیتي حوزې اړوند د عینو مېنې په سیټا څلورلارې کې د امنیتي کسانو په ډزو کې یو ۱۵ کلن تنکی ځوان وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معین مولوي عبدالحق همکار وايي، د نشهيي توکو کښت او قاچاق -چې د افغانستان ترڅنګ نړۍ ته هم خطر و- په بشپړ ډول بند شوي؛ نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې په مقابل کې یې له افغان کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC له لوري د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو زېرمه کولو یو چیکډیم جوړ او پرانیستل شو.
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې یې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
کندهار (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار سیمهییز مسوولین وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته چې د نشهيي توکو نه کرلو په
چارواکي وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ مړی موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده؛ دغهراز په یوه بله پېښه کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس ویشتل شوی او وژل شوی دی.
سږ کال د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په کندهار کې هم ژمی سوړ او سخت دی چې له امله یې د لرګیو په ګډون د ټولو سون توکو بیه لوړه شوې ده.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په ښار کې د وسایطو ترڅنګ د دوکانونو مخې ته د چالانو جنراټورونو او هغو پلورونکو شمېر ډېر شوی چې په لاوډسپېکرونو کې د ثبت شوو غږونو له لارې پېرودونکي جلبوي.
د کندهار په ارغنداب کې سلګونه کسان په یو شمېر کرنیزو پروژو کې پر کار بوخت دي چې د چارواکو په وینا، له دغه ګام سره په دې ولسوالۍ کې غلاوې کمې شوې او پر نشو د روږدي کېدو کچه ټیټه شوې ده.
د کندهار ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي او د قاتلينو په اړه یې پلټنې روانې دي.
که څه هم په کندهار کې امنیتي ځواکونو د غلاوو پېښو د مخنیوي په موخه د غلو د نیولو هڅې کوي او ځیني یې نیولي هم دي، خو لا هم غلاوې شته او خلک ترې بېغمه نه دي.
د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، په دغه ولایت کې پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده چې ساتنې ته یې باید جدي پام وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP