د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ مالي کال لپاره ښاروالۍ ته ۷۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې له دې جملې ۴۴۳ میلیونه ۲۵۹زره ۹۹۱ افغانۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره دي.
د کندهار چارواکي وايي، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې کې د اوبو یوه بند د ماتېدو له امله د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې یو کلی اوبو لاندې کړی دی.
څو میاشتې مخکې یو شمېر سوداګرو کندهار ته د هندي وزو ګلابي نسل راووړ چې د خلکو او مالدارۍ برخې د مسلکي کسانو له تود هرکلي سره مخ شو؛ ځکه د وزو دغه نسل نه یوازې ډېرې شیدې ورکوي، بلکې ډېر بچي هم زېږوي.
په کندهار کې د کنډا فروټ د مېوو پروسس او بستهبندۍ شرکت له خوا د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د هېواد په کچه د مېوو د فومیګېشن یا قرنطیني افتونو د کنټرول مرکز پرانیستل شو.
په کندهار ښار کې لویه ولسي غونډه روانه ده چې د چارواکو په وینا، د «اسلامي امارت» مشرانو، ديني عالمانو، قومي مخورو، سوداګرو، د پخواني حکومت ځینو چارواکو، فرهنګیانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او نورو ګډون کړی چې شمېر یې شاوخوا ۳ زره کسانو ته رسېږي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، سبا (پنجشبنه) د کندهار ښار په منډیګک ماڼۍ کې لویه ولسي غونډه جوړېږي چې شاوخوا ۲زره کسان ورته رابلل شوي دي.
په کندهار کې د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د سوداګرۍ برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې او له چارواکو یې د هواري غوښتنه وشوه.
د کندهار په لسمه ناحیه کې د یوې لېسې د ودانۍ د جوړولو چارې چې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د کندهار صنعتګر وایي، دولتي بانکونه د برېښنا د بېل تحویلۍ پرمهال کوچني بانکنوټونه نه اخلي چې دوی یې له
. . .
د کندهار، هلمند او زابل سلګونو صرافانو او سوداګرو په احتجاجي غونډو کې پر کابل د امریکا وروستی هوايي برید وغانده او دا یې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل وباله.
د کندهار صرافان وايي، له هغه وروسته چې پاکستانۍ کلدارې په پرلهپسې توګه خپل ارزښت بایللی او بې ثباته شوې، خلکو له ساتلو یې ډډه کړې او راکړه ورکړه د کلدارو پر ځای پر افغانیو کوي.