ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د یوه بند ماتېدو له امله د کندهار په ښورابک کې یو کلی اوبو وړی

د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د یوه بند ماتېدو له امله د کندهار په ښورابک کې یو کلی اوبو وړی

author avatar
22 Aug 2022 - 14:55
د ډیورنډ کرښې هغه غاړه د یوه بند ماتېدو له امله د کندهار په ښورابک کې یو کلی اوبو وړی
author avatar
22 Aug 2022 - 14:55

کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د کندهار چارواکي وايي، د ډیورنډ کرښې په هغې غاړې کې د اوبو یوه بند د ماتېدو له امله د دغه ولایت په ښورابک ولسوالۍ کې یو کلی اوبو لاندې کړی دی.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو دغه بند ښورابک ولسوالۍ ته څېرمه د ډیورنډ کرښې په هغې غاړه کې دی چې تېره ورځ د سخت اورښت له امله مات شوی دی.

هغه زیاته کړه، د یاد بند اوبه د ښورابک ولسوالۍ د «بدرزو» پر کلي ورغلې او یو مخ یې له منځه وړی دی.

دی وايي، د دغه کلي لسګونه کورونه او کلینک ټول ویجاړ شوي خو اوسېدونکي یې ژغورل شوي دي.

د نوموړي په خبره، امنیتي کسانو د مرستې په موخه یادې سیمې ته د تلو هڅه کړې، خو لار بنده ده او د اوس لپاره ورته رسېدنه نه شي کولای.

هغه زیاتوي چې لاره خلاصه شي نو د اوښتي زیان کچه به معلومه کړي او له زیانمنو سره به مرستې وشي.

د ښورابک اوسېدونکي هم وايي، سېلاب د خلکو کورونه ویجاړ کړي او د هغو شته یې وړي چې اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د ښورابک د بدرزو کلی اوبو لاندې کړ او د خلکو کورونه یې ویجاړ کړل.

دی وايي، ډېری خلک خوندي ځایونو ته تللي، خو د خوراک او سرپناه لپاره څه نه لري، حکومت او مرستندویه ادارو ته په کار ده چې په بېړنۍ توګه مرستې ور ورسوي.

وروستیو اورښتونو او سېلاوبونو د کندهار ښار په ګډون په ميانشين، شاولیکوټ، معروف، ارغستان، ارغنداب، سپين بولدک، ښورابک او تخته‌پل ولسواليو کې خلکو ته په میلیونونو افغانیو مالي زیانونه اړولي دي.

د کندهار ولایت مقام د معلوماتو له مخې، سېلابونو په یادو شوو ولسوالیو کې ۲۰۰ کورونه نړولي او ۱۵۰ باغونه ویجاړ کړي دي.

چارواکي وايي، تر اوسه هیڅ یوې مرستندویه ادارې د دغه ولایت له سېلاب‌ځپلو سره مرسته نه ده کړې.

Visits: 207

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.