د پاکستان له خوا ډیورنډ کرښې ته نږدې د نوې پوستې جوړولو پر سر نښته کې مرګژوبله اوښتې ده
کابل وايي، پاکستاني ځواکونو تېره ورځ د اصولو خلاف هڅه کړې چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو کله چې افغان ځواکونه د موضوع په اړه د خبرو لپاره ورنږدې شوي، پاکستانیانو پرې ډزې کړې چې بیا په متقابلو ډزو کې مرګژوبله اوښتې ده.







