چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یوه کس د خپلې طلاق کړې مېرمنې پر خپلوانو برید کړی؛ یو کس یې وژلی، دوه ښځې او یو بل کس یې ټپیان کړي دي.
د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي مليبسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.
د کندهار اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې یو ځل بیا غلاوې ډېرې شوې دي چې دوی ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د کندهار ټکسي او ریکشا چلوونکي وايي، په دې وروستیو کې د تېلو بیې له کوم لامل پرته لوړې تللې او د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
کندهار اوسېدونکو له موسسو وغوښتل چې دوی دې دوامداره او بنسټيز کارونه وکړي.
د کندهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د سپینبولدک ولسوالۍ له عمومي لارې تر ناوې کلي پورې د ۲۴ کیلو متره سړک د جغلاچونې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نامعلومو وسلهوالو تېره شپه شاوخوا اته بجې، د کندهار ښار د ۸مې او ۱۳مې حوزې ترمنځ په چهار باغ سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ پر سیند د تابین سیمې پل چې شاوخوا یونیم کال مخکې په جګړه کې الوځول شوی و، بېرته ورغول شو.
. . .
په کندهار کې نن (د چنګاښ ۲مه) لسګونو ځوانانو او دیني عالمانو په پکتیکا، پکتیا او خوست کې د زلزلې قربانیانو ته د دعا په موخه د قرانکریم ختم وکړ.